پټاقیو پلورونکو ته د پولیسو خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې له دوکاندارانو غوښتنه کړې چې د هر ډول پټاقیو له پلورلو ډډه وکړي .
په اعلامیه کې ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت په رهبري کې پولیسو ته لارښوونه شوې چې د اختر شپو ورځو کې د هر هغه توکو د پلور مخه ونیسي چې د خلکو د مزاحمت سبب کیږي.
کورنیو چارو وزارت له کورنیو هم غوښتنه کړې چې خپلو ماشومانو ته اجازه ور نه کړي چې ضررناک توکي ( پټاقۍ، تمانچي او نور چاودیدونکي توکي) ماشومانو ته وا نه خلي او اجازه ور نه کړي چې و یې کاروي.
که له دې خبرداري وروسته بیا هم دوکاندارانو ضررناک توکي وپلورل جرم دی او د پولیسو له جدي غبرګون سره به مخ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments