پيلوټان له زده کړو فارغ شول

comments 0

هندوکش – کابل: افغان هوايي پوځ وايي، د امريکا له لوري مرسته شویو بلک هاګ الوتکو د افغان جګړې په کرښو کې د پام وړ رول لوبولی او اوس یې تازه نور پيلوټان ورته وروزل.
د هوايي ځواکونو عمومي قومندان وایي، د افغان پوځ د هوايي کرښو د پياوړتیا لپاره متحده ایالتونو تر اوسه ۱۴ بلاک هاک الوتکې سپارلي، چی تر ډېره يې د وسله والو د بريدونو په شنډولو کې مهم رول لوبولی.
چارواکو دغه څرګندوني د کندهار په هوايي ليوا کې د بلاک هاک الوتکو لپاره د تازه فارغ شویو پيلوټانو لپاره جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
د هوايی ځواک قومندان وایي، نوي فارغ شوي پيلوټان مسلکي روزل شوي او کولای شي چې په زیرکتیا سره هره سیمه کې دښمن په نښه او له منځه یوسي.
هوايي پوځ اوس کندهار کې بلک هاک الوتکې په واکې کې لري چې کولای شي هر کله د طالبانو د ډله ییز بریدونو مخه ونیسي او د طالبانو لوی بریدونه شنډ کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments