پوځ کې د ښځو شمېر زیاتیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت په پام کې لري چې راتلونکو کلونو کې د ښځینه پوځیانو شمېر شپږ نیم زرو ته پورته کړي.
اوس په ملي دفاع وزارت کې اولس سوه ښځینه سرتېرې شته، خو اړتیا ورته زیاته ده.
د دفاع وزارت د جندر برخې مشره شهلا عبوي وايي، ډیرې ښځې هڅولي چې د ملي اردو لیکو ته راشي او له نارینو سره اوږه په اوږه کار وکړي.
شهلا وايي، هغه میرمنې چې له پوځي زده کړو فارغیږي ملي دفاع وزارت ورته بستونه برابروي او هڅه دا ده چې دا برخه لا پياوړې شي.
ملي دفاع وزیرطارق شاه بهرامي چې د دې غونډې ویناوال و، په پوځ کې یې د میرمنو ونډه باندې ټینګار وکړ او باور یې وښود چې راتلونکو کلونو کې به زیاتې ښځې د دفاع وزارت په چوکاټ کې جذب شي.
ملي دفاع وزارت چې تیره ورځ یې د ښځو د ورځې نمانځغونډه جوړه کړې وه ډاډ وښود چې اوس تر بل هر وخت د ښځو لپاره مصوونه فضا برابره شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments