پوځ ته د طالبانو د ځپلو امر وشو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني ملي دفاع وزارت ته امر کړی چې د دولت وسله وال مخالفین د هېواد په هره سیمه کې په نخښه کړي او له منځه یې یوسي.
ولسمشر چې تېره ورځ یې د ټپيانو پوښتنه کوله، هر یو ټپي ته ډاډ ورکړی چې د ویني غچ به یې له طالبانو او داعشیانو اخلي.
په ورته وخت کې دفاع وزارت یوځل بیا خبرداری ورکړی چې د کابل په بریدونو کې د افغانانو د وژنې غچ به اخلي.
دفاع وزارت وروستي بریدونو کې یو ځل بیا پاکستان تورن کړی چې ګنې د نړیوالو فشارونو د خلاصون لپاره یې طالبانو ته نوې پلانونه ورکړي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، پاکستان د حقاني شبکې په مټ افغانستان کې لوی بریدونه پلانوي چې ملکي وګړي یې زیات قرباني دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply