پوهنې وزارت: تر نیمايي زیاد زده کوونکو لپاره د ښوونځیو ودانۍ نشته

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې لاهم نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ابراهیم شنیواری وايي د نوي ښوونیز کال په پيل سره به له ۱۲ سوو تر ۱۵ ښوونځیو کار عملاً پیل شي. پر همدې مهال د کلیو پراختیا او بیا رغورنې وزارت وايي، چې د ولسي تړون پروګرام له لارې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي. ددې وزارت چارواکو ویلي، چې۲۶۴۷ ښوونځيو کار په ۱۳۹۸ ه ش کال کې بشپړوي. دغه وزارت وایې چې ۸۳ میلونه ډالرو بودیجه ورته لري او له ځایې خلکو او قومي شوراګانو سره په همغږۍ به خپل کارونه مخکې وړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments