پوهنتونونه په نوري فایبر تړل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل:مخابراتو وزارت غواړي د پوهنتونو سربېره یو شمېر وزارتونه او خپلواکې ادارې د انټرنیټ په وسیله وصل کړي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مرستیال نقیب الله سېلاب په تازه مورد کې د لوړو زده کړو وزارت سره هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې ټول پوهنتونونه او لیلې د نوري فایبر له لارې له انټر نیټ سره وصل شي.
مخابراتو وزارت د لوړو زده کړو وزارت د پروژو لپاره ۳۱۳ میلونه ډالر ځانګړي کړي چې دوه کالو کې به بشپړه شي.
له دې سره لوړو زده کړو وزارت هیله وښوده چې لومړیتوب هغو پوهنتونونو ته ورکوي چې نیټ ته لاس رسی نه لري .
دواړو وزارتونو تمه ښودلې چې که پوهنتونونو کې د انټرنیټ اسانتیا رامنځ ته شي، د محصلینو د زده کړو او علمي کچه به ورسره لوړه شي او د انټرنیټ په مټ هر کله محصل کولای شي، مالوماتو ته لاس رسی ولري.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply