پوهاند سیال کاکړ 133 قلمي نسخې او 4600 کتابونه د افغانستان علومو اکېډمۍ ته وسپارل

comments 0

هندوکش ــ کابل: د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او فوکلوریسټ پوهاند سیال کاکړ پخپل ادبي او علمي ژوند کې جمع کړې ټولې قلمي نسخې او خپل کتابتون د افغانستان د علومو اکېډمۍ ته سپارلي، چې ولسمشر غني یې د ځان، علومو اکېډمۍ او نورو علمي شخصیتونو له خوا د رسمي مننلیک د ور لېږلو لپاره امر کړی دی.
84 کلن ولي محمد خان سیال کاکړ په 1935م کال کې د پښین په سرانانو کلي کې زوکړی او د عمر زیاته برخه یې په بېلابېلو کالجونو او پوهنتونونو کې د استادۍ او د علم و ادب خدمت ته ځانګړې کړې ده.
سه شنبې په ورځ د افغان ولسمشر په دفتر کې د پوهاند سیال کاکړ د ور لېږل شویو قلمي نسخو او کتابونو د کتنې په اړه یوه رسمي غونډه شوې، چې د ولسمشر غني په ګډون لیکوالو هم پکې ویناوې کړې دي. ولسمشر غني په غونډه کې وویل.
ولسمشر اشرف غني لارښوونه وکړه، چې په کوټه ښار کې د افغان قونسلګرۍ ودانۍ دې د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د کلتور کور شي. علومو اکېډمي دې د ښاغلي سیال کاکړ په نوم ځانګړي کتابتون ته د کونړ د لرګي لوحه- چې نوموړی ورسره ځانګړې مینه لري- جوړه کړي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې پوهاند سیال کاکړ ته د افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني له خوا د سید جمال الدین افغان په نامه د افغانستان عالي دولتي مډال هم ورکړل شو.
د پوهاند سیال کاکړ شاوخوا تر څلوېښت زیات کتابونه چاپ دي، چې زیات یې د فوکلور په برخه کې دي او نور یې د تاریخ، ادب، ژبې او د ماشوم د ادبیاتو په اړه دي، همدارنګه یې د شعرونو ټولګې هم پکې شاملې دي، خو لا یې ډېر کتابونه ناچاپه هم پراته دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments