پولیس: ۶۰ کسان د رای اچونې پروسې د ګډوډلو پرمهال نیول شوي

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وايي، شپیته تنه یې ټاکنو کې د لاسوهنې له امله نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نیول شویو په ډله کې د حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي دي.
د سرچېنې په له څلویښتو زیات کسان په کابل کې نیول شوي د ي.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د ټاکنو په بهیر کې یې د زورواکو د لاسوهنې پر ضد جدي اقدامات کړي چې ډیر زر به له کمېسیون او خلکو سره شریک شي.
ولسمشر له ټاکنو وړاندې ټولو ملکي او نظامي مسولینو ته خبرداری ور کړی و چې ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments