پولیس یو جعل کار نیولی

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت یو کس له یوولس جعلي پلیټونو او جعلي جواز سیرونو سره نیولی.
د کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې جعلي نمبر پلیټونه او کس یې د کابل پنځمه امنیتي حوزې اړوند د ښار لویدیځه دروازه کې نیولی دی.
د موټرو دا نمبر پلیټونه او جواز سیرونه په یو ۴۰۴ ډوله موټر کې په مهارت ځای په ځای شوي و چې د کابل ـ کندهار په لار به یې سپرلۍ وړلې راوړلې.
نیول شوی کس او د پولیسو تر څېړنو لاندې دی.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply