پولیسو کابل کې ځانمرګی بریدګر وواژه

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل امنیه قومانداني وايي، یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د کابل په شهر نو سیمه کې، د جنرال دوستم د پلویانو غونډه په نښه کړي وژل شوی دی.
د دغې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي رسنیو ته وویل، پيښه د دوشنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا ځانمرګی بریدګر پلی وو او هدف ته له رسیدو مخکې د پولیسو له خوا ووژل شو.
پېښه کې بل لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments