پولیسو څلور تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه د ترهګریزو فعالیتونو د ترسراوي په تړاو نیولي دي.
له دې منځه دوه تنه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحیې له اړوند سیمو له یو عراده واسطې او همداراز دوه تنه نور د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ملنګ کارېز کلي له اړوند سیمو د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments