پولیسو په لوګر کې د طالبانو څلور غړي نیولي دي

comments 0

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان نیولي دي.
په یادو کسانو کې درې تنه د ترهګرو ډلو مشران او یو شکمن کس شامل دی.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار او د هرات ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل یوولس تیره وسله، اوه عدده شاجورونه او دوه جوړې نظامي یونیفورم کشف او ترلاسه کړي دي.
عبید رادپور

Comments