پولیسو په درو ولایتونو کې د ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: پولیسو د زابل، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو لخوا د ۱۴ کړیو چې په عامه ځایونو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړي دي.
ترهګرو د زابل ولایت په شاه‌ جوی ولسوالۍ کې اوه کړۍ ماینونه، پکتیکا مټاخان، اورګون او یوسف‌خېلو ولسوالیو کې درې کړۍ ماینونه او د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې هم درې بوشکه ‌يي او یو دېګ‌ بخار ماین د ملکي وګړو د مرګ‌ او ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته تر رسېدو وړاندې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
بلخوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو لړعملیاتو په پایله کې ۱۴ ډزه ۸۲ ملي متري ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
عبید رادپور

Comments