پولیسو ټپیانو ته وینه ورکړې

comments 0

هندوکش – کونړ: د کونړ امنیه قومندانۍ پولیسو د کونړ عامې روغتیا روغتون ته وینه ورکړه.

د کونړ امنیه قوماندان حقنواز حقیار وایې ټول پولیس ویني ورکړې ته چمتو دي او له دې لارې به دخپلو هېوادوالو ژوند ژغورنې هڅه وکړي

د روغتیا ریاست له پولیسو مننه کړې چې خپله وینه یې ناروغانو او ټپيانو ته ورکړې.

د پولیسو دا اقدام په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو له هرکلي سره مخ دی.

هغه پولیس چې وینه یې ورکړې، ډاډ ښودلی چې د خپلو خلکو او هېواد لپاره تیار دي چې وینه ورکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

فرهاد شهراني

Comments