پولیسو هرات، نیمروز او کندهار کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات، نیمروز او کندهار ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ له اړوند سیمو له یو کیلو ګرامو تریاکو سره او دوه تنه نور د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار له اړوند سیمو له ۱۳۰ پوړیو هیرویینو سره نیول شوي دي.
همداراز د کندهار په هوايي ډګر کې هم درې تنه چې غوښتل یې ۵۶۰ ګرامه هیرویین هندوستان هېواد ته قاچاق کړي، نیولي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments