پولیسو دوه ماین خښونکي نیولي

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت وایي، د غزني ولایت په زنه خان ولسوالۍ کې پولیسو دوه ماین خښونکي نیوي چې د سړک پر غاړه به یې ماینونه ایښودل.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نیول شویو دوه کسانو به د افغان ځواکونو لپاره د زنه خان ـ غزني پر سړک ماینونه ايښودل او بیا به یې له لیرې په ریمونټ کنټرولول.
نیول شوي کسان او تر څېړنو لاندې دي او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دي.
دا کسان هغه مهال ونیول شول چې د ماین په خښولو باندې بوخت و.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې ډير ماینونه یې پر ملکي وګړو چاودلي او مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments