پولیسو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت له ټولو پولیسو غوښتي چې د رتبې، تبدیلۍ او یا نورو مشکلاتو لپاره له سیاسي مشرانو او اشخاصو سفارشونه او خطونه را نه وړي.
کورنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې پولیس باید اصولو او مقرراتو ته پابند و اوسي.
کورنیو چارو وزارت وایي، دا اقدام یې ددې لپاره کړی چې کورنیو چارو وزارت کې سیاسي نفوذ له منځه یوسي.
کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کسان چې د ترفیع وړ وي او یا نور مشکلات لري، د وزارت رهبري یې مشکلاتو ته ځان رسوي.
که له دې خبرداري وروسته بیا هم پولیسو واسطه وکړه او یا یې خط راوړ، په لومړي ځل ورسره نضباطي چلند کیږي او د دویم ځل لپار به ورسره نظامي چلند وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

 

Comments