پولیسو امنیتي تدابیر نیولي

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ښه امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، د اختر ورځو لپاره ځانګړی امنیتي پلان لري چې له مخې به یې په ټول هېواد کې هڅه وشي چې خلک ډاډه جشنونه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې لومړی درجه احضارات اعلان کړي چې ځواکونه به د خلکو امنیت ساتلو لپاره دفاعي حالت کې وي.
له دې سره دانش وایي، د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته لارښوونه کړې په بازارونو کې د پټاقیو او د ماشومانو وسلو خرڅولو ته اجازه ور نه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د دې توکو خرڅول جرم یاد کړی او پولیسو ته لارښوونه شوې چې له دوکاندارانو او واردوونکو سره جدي چلند وکړي.
وزارت دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی چې هر کال د پټاقیو له کبله لسګونه ماشومان ټپيآن کیږي.
سپړومۍ پوپلزۍ

Comments