پولنډ پام کې لري په هیواد کې د امریکا دایمي اډې جوړې کړي

comments 0

125 Views

هندوکش – امریکا: د فاکس نیوز خبر پر بنسټ پولنډ د امریکا متحدو ایالتونو ته ۲ ملیارد ډالره وړاندیز کړي چې په هیواد کې یې دایمي پوځي اډې جوړې کړي.
فاکس نیوز تلویزیوني چنیل راپور ورکوي چې،پولنډ دا وړاندیز دې ته په پام کړی چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د دغه هیواد د ختیځ له بېلتون غوښتونکو سره یې کلکه پوځي مرسته وکړه.
ظاهراً داسې برېښېده چې د کریمیا ټاپووزمې په نیولو روسیې لویه ګټه کړې خو عملاً لیدل کېږي چې د خیتځې اروپا اکثره هیوادونه د روسیې د عزایمو په وړاندې اندېښمن شوي او لا ډېر غواړي چې د لوېدیځ لمنې ته ولوېږي.
پولنډیان باور لري چې امریکا د نړۍ په بل سر کې ده او هیڅکله څو زره امریکايي پوځیان د دوی خپلواکي نه شي سلبولی خو ګاونډۍ روسیه ممکن پولنډ د کریمیا په شان هضم کړي.
د فکس نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د پولنډ دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د یرغل په وړاندې د امریکا دایمي حضور ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې جاپان او جنوبي کوریاهغه دوه هیوادونه دي چې د شمالي کوریا، چین او روسیې له ډاره، او د عربي خلیج هیوادونه لکه سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویت او متحده عربي امارات د ایران له بېرې پر امریکا اتکا کوي او له همدې کبله یې امریکايي پوځیانو ته اډې ورکړي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments