پوستي خدمات پراخیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي د هېواد پنځوس سلنه خلک د عصري ټکنالوژۍ تر پوښښ لاندې راولي.
د افغان پست اداره، د پست له درکه یې یو نیم کال کې نږدې یو میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کړي او له نوي سیستم سره به عواید زیات شي.
د افغان پست له پراختیا سره به د عوایدو تر څنګ خلکو ته د توکو په لیږد کې زیاتې اسانتیاوې هم رامنځ ته شي.
له دې سره د مخابراتو وزارت د افغان پست عصري کولو لپاره قرارداد هم لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغان پسټ ټولې څانګې په عصري ټکنالوژی سمبال شي.
اوس د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د افغان پست خدمات شته خو ډیر فعالیت نه لري، خو له نوې پروګرام سره خلک له ډيرو اسانتیاو برخمن شي چې په ارزانه بیه په کم وخت کې به توکي لیږدوي او ترلاسه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments