پوستي خدمات اسانه کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ او ټرانسپورټ وزارتونو تر منځ تړون لاسلیک شو چې پوستي خدمتونه اسانه کړي.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي وزیر شهزاد ګل اریوبي ډاډ وښود چې پوسټي خدمتونه به پراخ او مرکز او ولایتونو ته به یې لېږد رالېږد پیل شي.
له دې سره ټرانسپورټ وزارت ژمنه وکړه چې د پوسټي خدمتونو چارې به باوري شرکتونو ته وسپاري چې له درغلیو پاک وي.
د دې هوکړې له مخې به د مخابراتو وزارت سره په همغږي د ټرانسپورټ وزارت کارونه تنظیم کړي چې ولایتونه له ولایتونو او مرکز کابل سره د پوستي چټک خدماتو په اساس ونښلوي.
خلک به وکولای شي په ارزانه او سانه لار ډير ژر خپل توکي له یو ولایت څخه بل ته واستوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply