پوتین له ټرمپ مننه کړې

comments 0

هندوکش ــ روسیه: کریملین وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ څخه مننه وکړه چې د ځانکړي سرویس له لارې یې هغه معلومات ورسره شریک کړل چې له کبله یې په روسیه کې د تروریستي عمل مخه ونیول شوه.
د روسیې ولسمشر دا مننه پرون (یکشنبه) له ولسمشر ټرمپ سره په ټېلفوني خبرو کې وکړه.
د امریکا متحدو ایالتونو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د کریملین له بیانه سمدستي وروسته انټرفکس خبري اژانس د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو د عامه اړیکو د مرکز په قول وویل، دوه تنه، چې غوښتل یې د نوي کال په رخصتیو کې په سن پیترزبورګ کې تروریستي برید وکړي، ونیول شول.
دا هم څرګنده نه ده چې دا دوه راپورونه له یو بل سره تړاو لري او که یې نه لري.
د کریملین پر اساس د ټرمپ او پوتین په ټېلفوني خبرو کې د دوو هیوادونو پر دوه اړخیزو علایقو هم د نظر تبادله وشوه.
دواړو مشرانو د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام موافقه وکړه.
توریالی سحر

Comments