په یو موټر کې زرګونه مرمۍ ونیول شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، پولیسو په یو ټونس موټر کې ۲۹۶۴۰ فيره مرمۍ نیولي دي.
د خوږیاڼي په خبره، د بټي کوټ ولسوالۍ د باريکاب سيمه کې تېره شپه پولیسو د ګزمې پر مهال په يوه ټونس موټر کې د M16 ډوله وسلې ۲۹۶۴۰ فيره مرمۍ ونيولې.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې د ټونس موټر چلوونکی د شپې تيارې څخه په ګټې اخيستنې تښتيدلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې تېره ورځ پولیسو او د ملي امنيت منسوبينو د بهسودو ولسوالۍ مقام خان سيمه کې چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې له دوو کورونو څخه يو ميل تومانچه او د کلاشنکوف مرمۍ ترلاسه کړي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply