په یخو اوبو لامبل پوستکی تازه ساتي او ډیپریشن کموي

comments 0

ځينې خلک په ګرمو اوبو لامبي. ځینې نور بیا په تړمو اوبو ګوزاره کوي. خو څیړونکي وايي، چې په تشناب کې د ګرمو اوبو د دود او بخار په ځای که په یخو اوبو ولامبئ، ګڼې ګټې به مو کړي وي.
ددوې په وینا، چې په یخو اوبو سره لامبل پوستکی تازه او ځوان ساتي. د پوستکي ځلا ورسره زیاتیږي او د پوستکي خوشکي هم له مینځه وړي. ددې سربیره په یخو اوبو سره لامبل انسان ویښ او بیداره عادتوي. سستي او لټي يې ختموي او د ډیر کار شیمه پیدا کوي.
څيړونکي دا هم وايي، چې په یخو اوبو سره لامبل پریشناني او ډیپریشن تر ډیره حده کموي. د څیړونکو په باور چې د ورځې کمه تر کمه دوه ځلې په یخو اوبو لامل د ډیپریشن سره د مبارزې تر ټولو غوره لاره ده.
نو که د ستړی او پریشانۍ احساس کوئ، بسم الله کړئ. پورته شئ او په یخو اوبو ولامبئ. خو په دومره یخو اوبو هم نه، چې خدای مه کړه مریض مو کړي. په یخو او یا تړمو اوبو لامبل د بدن خیره ختموي، سټریس کموي او انسان د بهرنيو پیښو په وړاندې غبرګون ته ویښ او بیدار ساتي. نو سپارښتنه کوو، چې شاور (لامبل)، که په وس مو پوره وي، مه پریږدئ.

Comments

Leave a Reply