د پکتيا ولایت مسئولین وايي: تېره ورځ د دې ولايت په مرکز ګردېز کې وسلهوالو په نوي کابل بانک ډلهیيز بريد وکړ چې له نېږدې دوه ساعته جګړې وروسته دوو نظامیانو ترڅنګ دو ملکی شهیدان او ۳۱ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دی.
د پکتيا سرپرست والي عبدالولي سهي د شنبې په ورځ له پېښې وروسته رسنيو سره په خبرو کې وويل: د نوي کابل بانک په څانګه د ماسپښين دوه نيمې بجې بريد پيل شوی وو چې افغان ځواکونه يې په سرعت سره مقابله وکړه او ځانمرګي بريدګر يې لهمنځه يوړل.
سرپرست والی ښاغلی زیاته کړه:
“تېره ورځ دوه نيمې بجې د ګردېز په ښار کې د نوي کابل بانک په څانګه بريد وشو چې ۳ تنه ځانمرګي بريدګر لهمنځه وړل شوي او په دې پېښه کې تاسې وليدل چې دوه پوليسان شهيدان شوي دي يو ملکي کس شهيد شوی دی او نور ۳۱ عام کسان ټپيان دي.”
د دې پېښې مسؤليت وسلهوالو طالبانو منلی او رسنيو ته په استولي پيغام کې يې ويلي دي چې په دغه بريد کې يې لسګونه معاش اخيستونکي پوليس، محلي پوليس او اربکيان وژلي او زخمي کړي دي.
په تېرو نېږدې څلورو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ځانمرګي بريدګر مشخص هدف ته د رسېدو په موخه بريدونه ترسره کوي.
په ګردېز کې 35 تنه مړه او ټپیان شوی دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.