هندوکش- گردیز: د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وويل: “شااوخوا ۱۱ نیمې بجې د ګردېز ښار د خوست لین په سیمه کې یوې چاودنې د یوسرتېري په ګډون څلور تنه چې دوه پکې د ښونځي ماشومانې او یو بل عام وګړی شامل دي، ټپیان کړل.”
تبسم زیاته کړه؛ ټپیان د ګردېز ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
عیني شاهدان وايي؛ چاوېدونکي توکي د سړک په یو ګلدان کې ځای پرځای شوی و او کله چې د پولیسو رینجر موټر له سیمې تېرې دی، چاودنه رامنځ ته شوه.
د دولت وسله والو مخالفینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی