په کونړ کې ۱۳۰ تنو محصلینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

comments 0

هندوکش ـــ کونړ: په کونړو لایت کې له افغان سیدجمال الدین پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي په پنځه دوره کې ۱۳۰ تنو محصلینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د یاد پوهنتون چارواکي وايي،په دې ورستیو کې په هېواد کې ځوانانو لوړو زده کړو ته مخه کړې اوهر کال له دولتي او خصوصي پوهنتونو څخه په زرګونه محصلین فارغیږي، دوی فارغ شوو زده کوونکو او د دوی کورنیو ته دمبارکۍ ترڅنګ د نورو لوړو زده کړو سپارښتنه وکړه.
د غوڼدې په پای کې د یاد پوهنتون محلصینو او استادانو له افغان ځواکونو مننه وکړه، چې د غونډې امنیت یې په خورا ښه شکل سره نیولي وو.
فرهاد شهراني

Comments