په کونړ کې په هوايي بريد کې اوو داعشي تکفیريان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ اسعدآباد: په کونړ کې په يو هوايي بريد کې اوو داعشي تکفیريان وژل شوي دي.

د کونړ د پولیسو مسول محمد زمان عيار رسنیو ته ويلي دي چې دا هوايي بريد د چپې درې په ولسوالۍ کې شوی دی.

د نوموړي په خبره د بې پيلوټه الوتکې په دې بريد کې اوو داعشيان وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې برید په دقيق ډول په ديوګل دره کې د داعش پر هغه ځای شوی دی چې دوی پکې نوي سنګرونه جوړول غوښتل.

نوموړی وايي چې په کونړ کې هوايي بريدونه ډير شوي دي او دوی په هر حالت کې تیار دي چې د ځمکې او هوا له لارې د داعشي ترهګرو ډله وځپي.

بلخوا د ديوګل درې اوسیدونکي هم وايي چې په دې دره کې هوايي بريد شوی دی.

ددې سيمې يو اوسیدونکي هندوکش ډاټ کام ته وويل چې بريد پر هغو کسانو وشو چې ددې درې په يوه مهمه سیمه کې د ماين پر خښولو لګيا وو.

Comments

Leave a Reply