په کونړ کې د ملافضل الله ځاې ناستې عمر رحمان سواتی د بې پیلوته الوتکو هدف ګرځیدلې

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند مرستیال رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په کونړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو دوهم مهم مشر د امریکا بی پیلوته الوتکو برید ګرځیدلې دې.
دې چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي، د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې ملا عمر رحمان سواتی چې د ملافضل الله ځای ناستی ټاکل شوی و، د سې شنبې په ورځ د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید هدف ګرځېدلی.
محمد رادمنش وايي، په داسې بریدونو کې د امریکا نظامیان لومړی پېښه او هدف په غور څېړي او وروسته افغان چارواکو سره معلومات شریکوي.
محمد رادمنش وویل:
“هغوی چې لومړی پر یوې موضع برید کوي، بیا یې عکاسي کوي، نورې الوتکې شته چې په سیمه کې وضعيت څېړي، کله چې په ټولو وسایطو دقیق شي او تفکیک شي، نو موږ ته وايي، هو ملا رحمن وژل شوی دی.”
تر دې مخکې د جون په میاشت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله هم په کونړ کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments