په کورمه کې د حقانې شبکې يو قومندان د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کورمه: د قبايلي سيمې کورمې ايجنسی په غوز ګړۍ سیمه کې بې پيلوټه الوتکو د حقاني شبکې د يو قومندان کور په نښه کړی دی.

په دې هوايي برید کې درې تنه د حقاني شبکې د یو قومندان مولوي محب الله په ګډون وژل شوي دي.

ويل کيږي په پيښه کې دوه طالب ترهګر ټپيان شوي دي.

ياده دې وي چې د حقاني شبکې ډيری مشران او قومندانان چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ملاتړ له ځان سره لري په قبایلي سیمو کورمه او وزیرستان کې ځای پر ځای دي.

دا د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نوې ستراتيژۍ تر اعلان وروسته د امریکې لومړنی هوايي برید وو چې ترسره شو.
اوس اوس ويل کيږي سي آی اس هم له ټرامپ څخه غوښتنه کړې چې دوی ته دې  بیرته د هوايي بریدونو اجازه ورکړي.

بې پيلوټه الوتکې تر ډيره دامریکې استخباراتي اداره کوي او دقیق هدفونه ولي.

مولوي محب الله د حقاني شبکې هغه مهم کس وو چې د پاکستان په خوښه يي په افغانستان کې په لسګونو وحشتونو او بریدونو کې لاس لاره.

خبريال: ودان ملګری ـ خوست

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply