په کنړ ولایت باندې د پاکستانی پوځیانو لخوا د بیا ځلي توغندیزو بریدونو د غندنې په اړوند. د افغانستان دخپلواکه علماو ټولني اعلامیه

comments 0

0 Views

متدینو هیوادوالو!
لکه څنګه چې تاسو پوهیږۍ زموږ ګران هېوا د افغانستان د اوږدې مودي راهیسې د پردیو په ځانګړي توګه دپاکستان داستخباراتې کړۍ دتوطیو او دسیسو ښکار دی اوتل یې هڅه کړي ترڅو افغانان په یوه اوبل نامه له کړاونو او ناخوالو سره مخ کړي او دخپلو ناوړو موخو دپلي کیدو په خاطر یې دترهګرو ملاتړ او په خپله خاوره کې یې روزنیز مرکزونه جوړ اوبیایې دمظلومو افغانانو د وژلو په موخه زموږ خاوري ته رواستوي دا هغه حقیقت دی چې ددی هېواد هر وګړۍ یې احساسوي، چې پاکستان د ترهګرو ډلو یو ملاتړ کوونکي او روزنکي هیواد دې او تل یې هڅه کړي تر څو د دغو ترهګرو ډلو په مټ په سیمه او په ځانګړی توګه په افغانستان کې یو لړ ترهګریزي کړنې ترسره کړي، خو پاکستان نه یوازې دا چې افغانستان ته یې د ترهګرو ډلو په رارلیږلو بسنه نده کړي تل یې زمونږ پر سرحدي سیمو باندې د توغندیو په توغولو سره د نړیوالو قوانینو پر خلاف زمونږ پر خاوره او حریم باندې ښکاره یرغل کړی چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د کنړولایت په سرحدي سیمو باندې په لسګونو توغندي توغولي دي.
دا چې اوس مهال هرڅه افغانانو ته روښانه دی خپل دوست او دښمن یې په ښه توګه درک کړئ او پدی پوهیدلي چې په افغانستان کې د څلور لسیزو ناخوالو او ناورین اصلی لامل څوګ او کوم ګاونډی هیواد دی، نه یوازی داچې افغانان پدی ستر حقیقت پوهیدلی بلکه نړیوالو هم درک کړي چې پاکستان د ترهګرو اصلی حامی او روزونکی هیواد دی همدا وجه ده چې نن پاکستان ته د یو ترهګریز هیواد په توګه کتل کیږي، هاند دا چې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس دونالد ترامپ هم د افغانستان په اړه د خپلې وروستي تکلارې په اعلانولو سره دا په ډاګه کړه چې پاکستان د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد دی او دغه هیواد ته یې خبردارې ورکړ که چیری د تروریزم له ملاتړ څخه لاس وا نخلي او په خپله خاوره کې د تروریزم او ترهګروډلو پر وړاندې مبارزه ونکړي، ډیر ژر به د پاکستان پروړانډې خپل دریځ بدل او خپلې مالي مرسته به ورباندې بندې کړي.
دا چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړی توګه د امریکا متحده ایالات دې پایلي ته رسیدلي چې پاکستان د تروریزم ملاتړ کوونکي هیواد دی، نو افغان ولس هم دا هیله او تمه لري چې د متحده ایالاتو ولسمشر ترامپ په خپلو وروستیو څرګندونو عمل وکړي او پاکستان دې ته مجبور کړي چې نور د تروریزم له ملاتړ، د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهني او ناامنیو ته له لمن وهلو څخه لاس واخلي او په سیمه کې د تلپاتي سولې او ثبات په ټنګښت کې ریښتیني ګامونه پورته کړي.
و من الله توفیق

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply