په کندوز کې د کورنیو ستونزو له امله اوه کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندر: د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې پېښه په امام صاحب ولسوالۍ کې شوې ده.
ددغه ولایت د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري وایي، د امام صاحب په ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخصي دښمني وه، چې له همدې امله تېره شپه د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي.
هغه وايي پېښه تر جدي څېړنې لاندې ده او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
نجیبه سروري

Comments