په کندهار کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار پولیس وايي، چې په تخته پل ولسوالۍ کې د سرې قطعې د مرستیال په ګډون اته وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي وویل، لومړی وسلوالو طالبانو غوښتل تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي، خو د پولیسو پر کمین وربرابر شول.
هغه زیاته کړه: “دوی د پولیسو لخوا په شا تمبول شوي او ۸ وسلوال ترهګر وژل شوي چې په وژل شویو کې یو یې د سرې قطعې مرستیال بشیرمل هم شامل دی او ۳ نور ټپیان دي.”
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Comments