په کندهار کې ۷۶ کړۍ ماینونه شنډ شول

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې په کندهار ولایت کې د ۷۶ کړۍ ماین چاودنو مخه ونیسي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه شمېر ماینونه د کندهار د میوند ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې تر کشف وروسته شنډ شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، طالبانو غوښتل چې په دې سره امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي، چې د افغان سرتېرو له لوري یې مخه نیول شوې ده.
د سرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments