په کندهار کې ۲۱ وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ کندهار: دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۲۱ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ملي دفاع وزارت نن دوشنبې په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون د کندهار په ژېرۍ، ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۲۱ وسلوال طالبان وژل شوي، شپږ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
دغه راز دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په ژېړۍ کې د طالبانو لخوا خښ شوي پنځه کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Comments