په کندهار کې ۱۸ تنه وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په ډنډ، پنجوايي او ژیړۍ ولسوالیو کې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړې، چې د افغان امنيتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخامخ شوي او په پایله کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونه چمتو دي، چې د خپلو خلکو او خاورې څخه په بشپړ ډول ساتنه وکړي او هیڅ یوې وسلوالې ډلې ته به د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو اجازه ورنه کړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عبدالله اڅکزی

Comments