په کندهار کې ۱۰ وسلوال طالبان د خپل خښ شوي ماین ښکار شول

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار امنیتي مسوولان وايي، د دغه ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ په لوی کارېز نومې سیمه کې پر وسلوالو طالبانو خپل ماین هغه وخت وچاودېد چې غوښتل په ياده سيمه کې خپلو نورو ملګرو ته اکمالات ورسوي.
د کندهار امنيه ‌قومندانۍ ویاند جمال ناصر وايي، د وسلوالو طالبانو ياد بم په چاودنه کې د دې ډلې ۱۵تنو غړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۱۰تنه يې وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره دا چاودنه تېره شپه د طالب وسلوالو پر یو فیلډر او بایفور ډوله موټر هغه مهال شوې چې غوښتل يې خپل هغه کسان اکمال کړي چې تر څېرمه سيمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.
ناصر زياتوي، چې دا بم په خپله د وسلوالو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو موټريز کاروان په نښه کولو لپاره خښ شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د وسلوالو طالبانو له لوري د سړک غاړي په خښ شويو ماين چادنو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
له دې سره کورنيو چارو وزارت هم پرون اعلان کړی چې د وسلوالو طالبانو له لوري په ۵۷۵ بېلابېلو ترسره شويو بريدونو کې ۲۵۱ ملکي وګړو ته چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي مرګ ژوبله اوښتې ده.
عبدالله اڅکزی

Comments