په کندهار کې ګن شمیر طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت ځایې چارواکو په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دولت مخالفې وسله والې ډلې اته لس کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا یاد کسان د شاوليکوټ ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کي ۳۹ وسله وال وژل سوي او نیول سوي دي.
دکندهار والي ویاند عزیز احمد عزیزي رسنیو ته وویل چي د افغان ځانګړو ځواکونو په مځکني او هوایي عملياتو کي ۱۸ وسله وال مخالفين وژل سوي، لسګونه ژوبل او ۱۹ کسان ژوندي نيول سوي دي.
دا عملیات د تیرو دوو ورځو راهیسي پیل وه چي نن پای ته ورسیدل.
عزیزي وایې چي په دې عملياتو کي د مخالفينو ۶ مرکزونه، ۲۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۳۸ حلقې ماينونه چي وسايل او پرسونل ضد پکښي شامل دي او په زيات شمېر درنې او کوچنۍ وسلې هم له منځه تللي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments