په کندهار کې په يو جومات کې پر ملا خپل ماين چاوديدلی او وژل شوی

comments 0

هندوکش ـ کندهار: په کندهار کې پر طالب پلوي ملا هغه ماين چې دده له لوري جوړ شوی وو په جومات کې پرې چاوديدلی او نوموړی پکې وژل شوی دی.
په چاودنه کې د جومات ډيری برخې هم ويجاړې شوي دي او څو ټوکه قرآن کریمونه هم سوځيدلي دي.
ياده پيښه دوه ورځې مخکې د پنجوايي ولسوالۍ په سپېروان سیمه کې شوې او اوس اوس رسنیو ته راوتلې.
د سيمې خلک وايي چې ملا امام د وسلې په زور د امامت تر څنګ د خدای له کوره د ماين جوړولو فابريکه جوړه کړې وه.
د کلي خلک وايي چې ملا په جومات کې د ماين پر جوړولو بوخت وو چې چاودنه وشوه.
وژل شوی ملا حميدالله نوميږي او د سپېروان کلی د حاجي صادق د جومات امام وو.
ياده دې وي چې تر دې مخکې طالبانو په هلمند او لوګر کې هم له جوماتونو د سنګر او ماين جوړولو د مرکزونو په توګه کار اخیستی وو.
د هلمند په بوشران سیمه کې هغه وخت يو جومات د ملي پوځ له لوري تصفيه شو چې وسله والو پکې غسل خانه، ډوډۍ خونه او سنګر جوړ کړی وو.
د لوګر مرکز پل علم ته څيرمه هم په يوه جومات او وړه ديني مدرسه کې د بوشکي بمونو په چاودنه کې څو تنه طالب ترهګر او ديني درس ته راغلي طالب العلمان ټپيان او و وژل شول.
باید وويل شي چې طالبان په ډيرو سیمو کې له ديني اماکنو څخه د وحشت او دحشت لپاره کار اخلي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply