په کندهار کې وسلوالو طالبانو یو لوی پول د موټر بم په واسطه ویجاړ کړی

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار سیمه ایز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت سره اړوند د ارغنداب ولسوالۍ یو لوی پول نړولی دی.
سرچینې وايي، دا پول د کندهار ارغنداب ولسولۍ پر سیند جوړ شوی وو چې د یادې ولسوالۍ دوه سترې برخې یې سره نښلولی پرون سهار د وسلوالو طالبانو له لوري د موټر بم په وسیله ویجاړ شوی دی.
د سرچېنو د معلوماتو پر بنسټ د دې ستر پول پر ورانېدو سره زرګونه کورنۍ له خورا ستونزو سره مخ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دې وروستیو کې د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو د ورانولو لړۍ چټکه شوې.
د یاودنې وړ ده چې له دې وړاندې فاریاب ولایت کې هم د وسلوالو طالبانو له لوري د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور اچول شوی وو.
عبدالله اڅکزی

Comments