په کندهار کې ملي امنیت لخوا د طالبانو 10 کسان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت رسنیز دفتر څخه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، هغه کسان چې کندهار ترڅنګ په شاوليکوټ، ژړۍ، ميوند او ميانشين ولسواليو کي هم فعاليتونه کول، پر امنيتي پوستو ئې ډله ييز بريدونه کول او هم به ئې د لارو پر سر ماينونه ځای پر ځای کول نیول شوي دي.

په نيول سوو کسانو کي عبدالغفار د ګروپ قوماندان دئ؛ عبدالباري، صفت الله، نذیر احمد، صدیق الله، محمد نظر، محمد ویس، رحمت الله، سمیع الله او راحت الله د ګروپ نور غړي دي.

د ملي امنيت رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي نيول سوو کسانو د ښار تر څنګ په شاوليکوټ، ژړۍ، ميوند او ميانشين ولسواليو کي هم وسله وال فعاليتونه کول.

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي نيول سو وسله والو طالبانو په بېلا بېلو سيمو کي د عبدالغفار تر مشرۍ لاندي بريدونه کړي، ښوونځي ئې بند کړي او په ځينو سيمو کي ئې د لارو په بندولو کي هم لاس درلود.

په استول سوې ويډيو کي نيول سوي کسان خپل جرم مني او د پښېمانۍ يادونه کوي.

په را استول سوې خبرپاڼه کي دا هم ويل سوي، چي نيول سوي کسان څو ځلي پاکستان ته هم تللي، هلته ئې د ماينونه جوړولو زده کړه کړې او د بېلا بېلو وسلو استعمال ئې هم زده کړی وو.

ياده لس کسيزه ډله وروسته له هغه ونيول سوه، چي د ملي امنيت ځواکونو ئې په اړه راپور درلود، وروسته عمليات پر سوي او ياد کسان نيول سوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments