په کندهار کې له مهماتو ډک مزدا موټر ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ کندهار: امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کندهار ښار په دریمه ناحیه کې د یو لړ چاڼيزوعملیات ترسره کړي په ترڅ کې یې چې له مهماتو بار مزاد موټر نیولی دی.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي رسنیو ته وویل، چې امینتي ځواکونو د چاڼېزو عملیاتو په ترڅ کې یاد مهمات نیولي دي.
بارکزي وايي، په نوموړي مزدا موټر کې ۲۰۰۰ فیره دهشکې مرمۍ، ۵۰ فیره د نارنجک، راکېټ او ۱۷۹۶۰ فیره مرمۍ د توپنچې او کلاشینکوف دي چې په ډېر مهارت سره د جوارو په بوجۍ کې ځای پر ځای کړې وې.
بارکزی زیاته کړه، د دې قضیې په تړاو، د دغه موټر چلوونکی نیول شوی دی.
عبدالله اڅکزی

Comments