په کندهار کې د کوټې شورا مهم غړي ملي امنيت نيولي دي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندهار: په کندهار کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کوټې شورا شپږ مهم غړي نيول شوي دي.
د ملي امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« د ملي امنیت لوی ریاست ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو شپږ کسیزه ډله چې د کندهار ولایت په میوند،ژیړی او میانشین ولسوالیو کې یې په ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې کاوه نیولې ده. »
د خبرپاڼې پر بنسټ:« نیول شوي کسان هر یو: – سلیمان مشهور په حیدری د عبدالله جان زوی – داد مولا د محمد داوود زوی – خواست د محمد خواص زوی – یار محمد د روی محمد – عبیدالله د محمد خان زوی – عین الله د عبدالودود زوی چې د کندهار ولایت اوسېدونکي دي په کویټې شورا کې د ترهګرو طالبانو د مشرانو په لارښوونه د ترهګریزو او ورانکارو چارو د ترسره کولو په موخه کندهار ولایت ته رالېږل شوي و.»
ياده دې وي چې په وروستیو کې په ټول هیواد کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو له لوري د خالد په نوم عمليات پیل شوي دي چې په لړ کې يي وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او يو زيات شمېر طالب ترهګر پکې ژوندي نيول شوي دي.
هیره دې نه وي چې طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
عبیدالله ميوندی ـ کندهار

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply