په کندهار کې د ولسي جرګې یو نوماند ووژل شو

comments 0

هندوکش_کندهار: په کندهار کې د ولسي جرګې یو نوماند په بمي چاودنه کې ووژل شو.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وويل چې اسدالله ماشوری پرون څلور بجې د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
د عزيزي په وينا، چسپکي ماين د هغه په فلډر موټر پورې نښلول شوی و او په چاودنه کي خپله ماشوری وژل شوی او یو بل لاروی ټپي شوی دی.
تر اوسه د بريد مسؤليت چا په غاړه نه‌دی اخيستی.
ننګېالی کوهنورد

Comments