په کندهار کې د وسلوالو طالبانو ۱۶ بوشکه ‌یي ماینونه کشف او شنډ کړای شول

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندهار میوند ولسوالۍ کې یې ۱۶ بوشکه ‌یي ماینونه شنډ کړي دي.
وزارت تېر ماښام یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه ماینونه طالبانو د میوند (خاک چوپان) سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.
خبرپاڼه کې راغلي، دا چې ماینونه د لېږد وړ نه‌وو، تېره ورځ همدې سیمه کې چاودنه ورکړل شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
د کندهار ارغنداب، میوند او یو شمېر نورو ولسوالیو کې تازه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې وشوې چې پکې طالبانو درنه الفات واوښتل.
عبدالله اڅکزی

Comments