په کندهار کې د وسلوالو طالبانو دوهم موټر بم برید ناکام شو

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت ژېړۍ ولسوالۍ اړوند پاشمول نومي سیمه کې یې موټر بم موخې ته له رسیدو وړاندې په نښه او له منځه وړی دی.
د دې ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي هندوکش پرېس اژانس ته په خبرو کې وویل، چې پرون غرمه دوه بجې او ۳۰ دقېقې موټر بم برید کوونکي غوښتل پاشمول سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوستې په نښه کړي خو موخې ته له رسېدو وړاندې پېژندل شوې او له منځه یې وړی دی.
هغه وویل:« نن غرمه دوه بجې او ۳۰ دقېقې د ژیړۍ ولسوالۍ اړوند د پاشمول سیمه کې ځانمرګي بریدګر غوښتل د هاموي ټانګ په واسطه د امنیتي ځواکونو پوستې په نښه کړي خو د ځواکونو له لوري وپېژندل شو او ۸۲ وسلې په واسطه یې له منځه یوړ.»
د کندهار د والي ویاند همدا راز زیاتوي، چې دې پېښه کې کوم چاته زیان ندی اوښتی.
پرون په کندهار کې دویم موټر بم برید دی چې کېږي. لومړی موټر بم برید په دامان ولسوالۍ کې پر امنیې قوماندانۍ ته څېرمه وشو چې د دې ولسوالۍ د امینه قوماندانۍ ۹ پولیس په ګډون یې ۱۶ ملکي وګړي ټپیان کړل.
عبدالله اڅکزی

Comments