په کندهار کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱۹تنه وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ځايي چارواکي ادعا کوي، چې د دغه ولايت په ۵ ولسواليو کې يې د چاڼيزو عملياتو پرمهال ۱۱۹ تنه وسله‌وال طالبان وژلي دي.
د والي وياند بهير احمد احمدي هندوکش پرېس اژانس ته په يوه لېږلي ويډيويي کليپ کې ويلي، دا عمليات د کشفي مالوماتو پر بنسټ د کندهار په پنجوايي، ډنډ، ژيړۍ، ارغنداب او ميوند کې ترسره شوي چې د ۱۱۹ طالب وسلوالو پر وژل کېدو سربېره ۲۹ تنه مرګوني ټپيان شوي دي.
د احمدي خبره په وژل شوي کسانو کې د احسان‌الله شبکه احسان، ملا نور محمد شبکه حبين، ملا تاج محمد شبکه تاجيبي، ملا سېد محمد شبکه حقاني او ملا حسيب‌الله شبکه زبېر په نوم د طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.
نوموړي زياته کړې، په دې عملياتو کې يې د وسلوالو طالبانو څو پټنځايونه، وسايط او يوه اندازه مهمات هم له منځه وړي دي. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې له کندهار د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتو خبر ورکړل او په دې ترڅ کې افغان ځواکونو ادعا کړې چې سلګونه تنه وسلوالو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت کې په لغمان
عبدالله اڅکزی

Comments