په کندهار کې د ماین چاودنې څلور ملکیان وژلي دي

comments 0

هندوکش-کندهار: په کندهار کې د ماين چاودنې له کبله درې ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل چې:« دغه پېښه نن سهار د ميوند ولسوالۍ د کلان کېچې سيمه کې رامنځته شوې ده». ده زياته کړه، «د ولسي خلکو په تراکتور موټر خښ شوي ماين چاودنه کړې چې له کبله يې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي». دی وايي «د پېښې ټول قربانيان ولسي خلک دي او ماين د دولت وسله والو مخالفين خښ کړی و».
یاده دی نه وي چې د تېرې جمعې په ورځ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې هم د يوه ماین د چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون يوولس ملکي وګړي ووژل شول چې ټول د يوې کورنۍ غړي وو.

ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply