په کندهار کې د غلچکې بریدونو ډله ونیول شوه

comments 0

هندوکش – کندهار: په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي چې، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
د چارواکو په وینا، په دې څلور کسیزه ډله کې ذبیح الله مشهور په نقیب، سمیع الله مشهور په اسدالله، عزیز الرحمان او دوست محمد نومي په کې شامل دي.
نوموړو څلورو تنو د کندهار ښار ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې کې هم ترهګریزې کړنې ترسره کولې، د قومي مشرانو، دولتي او غیر دولتي مامورینو پر وژلو کې یې هم لاس درلود.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د کابل ښار په نهمي امنیتي حوزې کې یو کس په غلچکي برید کې له منځه وړل شوې دې.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments