په کندهار کې د طالبانو د سرې قطعې مسؤل ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ شورابک سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو سرې قوماندان حافظ نجیب ووژل شو او ۲ تنه نور طالب وسلوال ټپیان شول.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې د یو طالب د وژل کیدو او ۲ تنو په ټپي کیدو سربېره ګن شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عبدالله اڅکزی

Comments